افغانستان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هندوستان ته پر یوه رسمي سفر تللی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر پر یوه رسمي سفر هند ته تللی دی. نوموړی د یوه دولتي پلاوي پر شمول د هند مرکز نوي ډهلي ته وتلی دی. دا سفر په داسې حال کې ترسره کيږي، چې پرون د امریکا د دفاع وزیر لویداسټین له هند وروسته افغانستان ته راغئ. نوموړی له ولسمشر او افغان چارواکو سره په بین الافغاني خبرو او سوله خبرې کړي دي.

ولسمشر د امریکا دفاع وزیر ته د ملي اجماع د تشکیل په اړه ډاډ ورکړی دی او تلپاتې سوله یې مقدس هدف بللی دی. کیدای شي د اتمر دغه سفر د منطقوي او بین المللي اجماع د قوي کولو په موخه ترسره شوی وي. نوموړی به دری ورځې په هند کې وي. دا سفرونه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د ترکیې کنفرانس ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.