افغانستان

د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغلی

د امریکا د دفاع وزیر لوید استین له هندوستان وروسته په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی دی. نوموړي له ولسمشر اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره پر سوله او اړونده میکانیزم یې خبرې کړي دي. دا سفر په داسې حال کې کیږي، چې څو ورځې وروسته به د افغان سولې په اړه دوهم کنفرانس په ترکیه کې جوړ شي. ددې لړۍ لومړی یو یې څو ورځې مخکې په روسیه کې دایر شوی و، چې پکې پر مختلفو موضوعاتو بحثونه وشول. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.