افغانستان

د علیپور پر وړاندې عملیات دوهمې ورځې ته وغځیدل

د وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د غیرمسولو وسله والو پر وړاندې د حکومت عملیات په شدت جریان لري. دغه عملیات پرون شروع شوي دي او نن یکشنبه یې هم دوام درلود. په دغه عملیاتو کې د علیپور ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي. دولت دغه عملیات له هغه وروسته په یاده ولسوالۍ کې شروع کړل، چې د پوځ یوه چورلکه هلته د علیپور د کسانو لخوا په نخښه او سقوط شوه. په دغه پیښه کې د ځانګړو ځواکونو څلور کسه او پنځه نور خدمه شامل وو. دغې پیښې په ملي او نړیواله توګه پراخ غبرګونونه پارولي دي. داسې ویل کیږي، چې علیپور د ایران لخوا حمایت کیږي، تر څو په افغانستان کې د حزب الله ډله تقویه کړي او د دوی پلانونه ترسره کړي.

له بلې خوا هزاره مشرانو له دولت غوښتي، چې دغه موضوع دې د خبرو له لارې حل کړي، خو خلک د علیپور پر وړاندې جدي ځواب غواړي. علیپور په میدان ښار او بهسود کې له خلکو باجونه اخلي، خلک ځوروي او له دولت سره وخت نا وخت جګړې کوي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.