افغانستان

په بهسود ولسوالۍ کې د ملي پوځ یوه چورلکه را نسکوره شوې ده

نن د وردګو ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د ملي پوځ یوه چورلکه د خپلسرو وسله والو لخوا نسکوره شوې ده. دغه خپلسري ولسوال، چې د بهسودو او د میدان په ځینو نورو سیمو کې هر وخت خلکو ته تکلیف ورکوي، د عبدالغني علیپور په نامه د نامسولو وسله والو د یو هزاره قومندان دي. نوموړي کلونه مخکې د دولت لخوا د خپلسرو کړنو، او د حکومت پر وړاندې د بغاوت پر خاطر ونیول شو، خو وروسته بیا د ده پلویانو په کابل، میدان ښار او بامیانو کې پر تاوتریخوالي لاس پورې کړ. بالاخره د سرور دانش پر ضمانت له یوې ورځې نیولو وروسته بیرته را ایله شو. داسې ویل کیږي: نوموړي په دا وروستیو کې د فاطمیون د ډلې مسولیت هم په افغانستان کې اخستی دی او وخت نا وخت له دولت او چارواکو سره نښتې کوي. څه وخت مخکې یې د بهسودو په ولسوالۍ کې له حکومتي چارواکو سره مخامخ جکړه هم وکړه.

په یاده چورلکه کې چې نن را نسکوره شوې ده ۹ کسان سپاره وو، چې ۴ خدمت کوونکي او ۵ نور د ځانګړو ځواکونو سرتیري وو. دغه پیښه پر ټولنیزو رسینو ډله غندل شوې ده. د ملي پوځ لوی درستیز یاسین ضیا ویلي دي: د بهسودو پیښه یوه زړه بوږنوونکې پیښه ده او هیڅکله به یې عاملین بې ځوابه پاتې نه شي. دغه نامسوله وسله وال په دولت کې پوره ملاتړ لري، نو ځکه دولت هم نشي کولای دده مخه ونیسي. که چیرې دولت په داسې پیښو کې بې تفاوته پاتې شي، نو دا کار به یې ډیرو کسانو ته د بغاوت زمینه مساعده کړي. له دې مخکې هم په پنجشیر، سالنګ او فاریاب کې ځینو ټوپکوالو بغاوت کړی وو، چې ښه بیلګه یې قیصاري دی، مګر دولت هیڅ کومه داسې کړنه ونکړه، چې خلک دولت ته هیله مند شي. ولسمشر غني د خبریال د ورځې نمانځلو په غونډه کې ویلي دي: د بهسودو د چورلکې په غورځولو کې لاس لرونکو ته به سخته سزا ورکړو.

دفاع وزارت تر اوسه د پیښې علت نه دی ښکاره کړی، خو ویلي یې دي، چې ځیړنې به پر وکړي. خو سیمه ییز خلک او ځینې چارواکې په دغه پیښه کې د علیپور لاس لرل تائیدوي. دوی له دولت غواړي، تر څو د دا ډول خپلسرو وسله والو پر وړاندې هیڅ ډول رحم ونه کړي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.