افغانستان

په زابل کې ۴۰کيلوګرامه نشه يي مواد له قاچاق کوونکو سره يو ځای نيول شوي

.د زابل ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو مدير عبدالرازق خدام رسنیو ته وويل، د دوی پولیسو کلات ښار ته د ننوتلو په دروازه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۳ کيلوګرامه ښیښه، نژدې لس کيلوګرامه هرويين او ۱۸ لېټره تېزاب ونيول. دا تېزاب په يوه مازدا موټر کې پټ ایښودل شوي وو.

د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.