افغانستان

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډې ته د دولت لخوا پلاوی وټاکل شو.

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډې ته د دولت لخوا پلاوی وټاکل شو. ټاکل شوې دغه غونډه د مارچ پر ۱۸ نیټه د روسیې په پلازمینه مسکو کې دایره شي. په یاده غونډه کې د ټاکل شوي پلاوي نومونه په لاندې ډول دي:

د ملي مصالحې عالی شورا ریس عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې ریس میر رحمان رحماني، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، کریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار، سید سعادت منصور نادري، معصوم ستانکزی، متین بیک، احمد نادر نادري، حبیبه سرابي، او محمد علم ایزیدیار.

افغان دولت وار له مخه ویلي دي: د مسکو غونډه د قطر د پروسې بدیل نه بلکې تکمیلوونکې ده. امریکا یادې غونډې ته د افغان سولې لپاره د بهرنیو چارو ځانګړی استاذی زلمی خلیلزاد را استوي. وخت به دا ثابته کړي، چې یاده غونډه د افغان سولې لپاره څومره ګټوره ده.  

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.