افغانستان

په بغلان ولایت کې د پوهنتون پر استادانو چاودنه شوې

د افغانستان شمال ختیځ ولایت بغلان کې نن سهار اته بجي د پوهنتون د استادانو پر موټر چاودنه شوې ده. ویل کیږي، په نښه شوی بس د استادانو د عملې وو او دوی یې له کورونو پوهنتون ته رسول. په پیښه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د بغلان د والي ویاند جاوید بشارت رسنیو ته ویلي دي: په برید کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. هغه زیاتوي: په شهیدانو کې یو محصل او بل موټر چلوونکی دی او شپږ واړه ټپیان د پوهنتون استادان دي.

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.