افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استاذی له کابل او دوحې وروسته د اصلي لوبغاړي کورته ورغلی دی

امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استاذی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی. نوموړي هلته د نورو پاکستاني مشرانو پر شمول د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي. نوموړي له باجوه غوښتي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې کومک وکړي. خلیلزاد او نړیوالو اوس دا درک کړې ده، چې د پاکستان له ملګرتیا پرته پر طالبانو نشي برلاسي کیدلای. ده له باجوه غوښتي، تر څو د افغان سولې پروسه له ناکامۍ وساتي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه ویلي دي: دوی د افغان سولې په برخه کې همکاري ته تیار دی، خو دا چې په اصل کې به څومره همکاري وکړي، یوه مجهوله پوښتنه ده. خلیلزاد تر کابل او دوحي وروسته پاکستان ته سفر  کړی او د سیمییزې اجماع پر جوړولو هڅه کوي. افغان حکومت څو ځلې پر پاکستان تور پورې کړی وو، چې د سولې په پروسه کې د زړه له اخلاصه همکاري نه کوي. له بلې خوا افغان دولت د امریکا د لنډمهاله حکومت د طرحې له امله تر ټینګ فشار لاندې دی، خو دولت دا طرحې وار له مخې رد کړې دي. دا خبره به وخت ثابته کړي، چې پاکستان د افغانستان په سولې پروسه کې څومره صادقه دی. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.