افغانستان

د ملي مصالحې عالي شورا ریس د امریکا سفارت له مرستیال سره په کابل کې لیدلي دي

د ملي مصالحې عالي شورا وايي: د یادې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیال مک کري سره د سولې لپاره د امریکا پر طرحې خبرې کړې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه پرون په ارګ کې ترسره شوې ده او دواړو لوریو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي: په دې کتنه کې د سولې لپاره د امریکا پر طرحې سربېره د سولې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو اقداماتو هم خبرې شوې دي او د دواړه لوریو د سولې بهیر پر چټکتیا او اغېزمنتیا ټینګار کړی دی.

دا لیدنې کتنې په داسې حال  کې ترسره کیږي، چې څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استاذي زلمي خلیلزاد د ولسمشر پر شمول له ځینو مهمو افغان چارواکو سره ولیدل. داسې ویل کیږي، چې نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه طرحه هم له دوی سره شریکه کړې ده، چې د بن پر څیر دوهم کنفرانس به په ترکیه کې جوړیږي او په هغه کې به طالبان، افغان حکومت او افغان سیاسون ونډه اخلي او پر یوه لنډ مهاله حکومت به سلا کیږي. خو ولسمشر ویلي دي: د پردیو دا شان طرحې هیواد ته سوله نشي راوړلای.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.