افغانستان

نن په پلازمینه کابل کې د حزب اسلامي ګوند لسګونه کسان واټونو ته را ووتل

نن په پلازمینه کابل کې د حزب اسلامي ګوند لسګونه کسان د دارالمان په سیمه کې را ووتل او لاریون یې شروع کړ. دوی ویلي دي تر هغه به لاریونونه کوي، تر څو د دوی غږ واوریدل شي. دوی دا ګواښ هم کړی دی، چې د حکومت د بې پامۍ پر مهال به نورو ولایتونو ته هم دا لاریونونه وغروي.

دوی د خپل لاریون پر مهال د حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د لاسلیک شوي تړون عملي کېدل، هیواد کې د هدفي وژنومخنیوی، بهر ته د ملي شتمنیو د انتقال د مخنیوي ترڅنګ یوشمېر نورې غوښتنې هم لرلې، چې له حکومته یې د پوره کېدو غوښتنه کوله.

دوی پرون ګواښ کړی وو، چې د کابل ټولې لارې به بندي کړي، خو وروسته دولتي چارواکو وویل: هر څوک د سولییز لاریون حق لري، خو هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې پر ملکي افغانانو لارې بندي کړي او ستونزې رامنځته کړي. دا به وخت ثابته کړي، چې یاد ګوند به نورو ولایتونو ته دغه لاریون وغځوي او که به پر همدې کوچني کار ځان ته د اوړو پزه کیږدي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.