افغانستان

سعودي عربستان د سږ کال حاجیانو لپاره یو نوی شرط ټاکلی دی

سعودي عربستان د سږ کال حاجیانو لپاره یو نوی شرط ټاکلی دی. د اسلام په ټول تاریخ کې تیر کال حج مراسم هیڅ کله نه وو لیدل شوي، ځکه پخوا به په حج مراسمو کې په میلیونونو کسان وو، خو تیر کال محدودو کسانو په دغه مراسمو کې برخه واخسته او لامل یې هم هغه ناروغي وي، چې د تیر کال په پیل کې په چین کې را پیدا شوه. اوس یاد هیواد د سږ کال حاجیانو لپاره شرط د کرونا د واکسین تطبیق ښودلی دی. دوی وایي: هر هغه څوک چې دغه واکسین یې نه وي کړی د حج په سږنو مراسمو کې کډون نه شي کولای.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.