افغانستان

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د لاریونونو خبر ورکړی دی

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ویلي دي: سبا به په کابل کې پراخ لاریونونو وکړي. هغه ټولو هغو کسانو ته خبر ورکړی دی، چې سبا کابل ته ځي. نوموړي ویلي دي: سبا دې کابل ته مسافر نه راځي، ځکه چې د نوموړي ولایت لارې به بندي وي. حکمتیار ویلي دي: له لاریون وروسته به خپل پریکړه لیک هم ولولي او دولت ته به لس ورځې وخت ورکړي، تر څو ددوی غوښتنې ومني. که ددوی غوښتنې ونه منل شي، نو په ټول هیواد کې به پراخ لاریونونه وکړي. هغه ویلي دي: ډیر خلک مو لاریونونو ته خبر کړي دي. دی وایي: د سولې روان بهیر ناکام دی او باید یو ټول شموله حکومت رامنځته شي. ده نړیواله ټولنه هم ملامته کړې ده، چې د بن په کنفرانس کې د ناسمو پریکړو په واسطه د اوسنیو ناخالو سره مخامخ کړو.
نوموړي څو ورځې مخکې د ارګ د محاصرې خبرې کړې وي، چې بیا ډیری اوسنیو او پخوانیو حکومتي چارواکو او سیاسونو توند ځوابونه ورکړل. نوموړی اوس د پایتخت د محاصرې خبره کړې ده وګورو چې دا ځل څه کیږي. دا لومړی ځل نه دی، چې پر حکومت نیوکې او فشارونه راوړي، ده له دې مخکې هم څو ځلې دا ډول خبرې کړي دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.