نړی

امریکا کې مريخ ته د فضايي بېړۍ ازمایښتي الوتنه لغوه شوه

.د هغې لومړنۍ فضایي بیړۍ له ازمایښتي الوتنې په وروستۍ شېبه کې بېرته لاس واخیستل شو چې ټاکل شوې وه مریخ ته انسانان ولېږدوي.د لوړې ارتفاع دغه ازمایښتۍ بېړۍ د سپیس اکس خصوصي شرکت اړوند وه او د امریکا تکزاس ایالت کې له الوتنې څه باندې یوه ثانیه مخکې یې کاروونکي له الوتنې تېر شول.

پلان داسې و چې دغه فضایي بېړۍ د ۱۲ اعشاریه ۵ کیلو متره په ارتفاع الوتنه وکړي او بېرته په عمودي ډول ځمکې ته را ښکته شي.معلومه نه ده چې سپیس اکس به څه وخت بیا د دغې بېړۍ د الوزولو هڅه وکړي، خو دغه شرکت پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې نن او سبا د دې کار امکانات شته. سپیس اکس له دې وړاندې هم پنځه فضایي بېړۍ ازمایلي دي، خو د وروستۍ هغې ارتفاع یوازې ۱۵۰ متره وه.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.