افغانستان

په جلال آباد ښار کې دری کسه ژورنالیستانې ویشتل شوې دي

پرون مازدیګر د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د انعکاس تلویزیون  دری کسه خبریالانې د نامالومو وسلوالو لخوا ترور شوې دي. دغه دری کسانې چې د دبلې په برخه کې یې کار کولو تر رخصتي وروسته د کور پر روانې وې چې د یادې پیښې سره مخامخ شوې. په دوی کې دوو کسانو ځای پر ځای او دریمې په روغتون کې ساه ورکړې ده. ددغه پیښې په اړه ولسمشر هم خواښیني ښکاره کړې ده او دغه پیښه یې غندلې ده. له دې مخکې هم یوه بله ښځینه خبریاله په جلال آباد ښار کې په نښخه شوې وه، چې عاملین یې تر اوسه د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.