افغانستان

د امریکا نوي حکومت هم د افغان سولې میدان ته را ودانګل

د امریکا نوي حکومت هم د افغان سولې میدان ته را ودانګل. د ټرمپ د حکومت په موده کې امریکا تر جنګ خبرو او مذاکراتو ته اولیت ورکړی وو. همدا وو چې د نوموړي د حکومت په نږدې پای کې په ډیر تلوار سره له طالبانو امریکا د دوحې تړون وکړ. خو له کله چې په امریکا کې نوی حکومت راغی نو د سولې خبرې له یو نامالوم سرنوشت سره مخامخ وې، حتا ډیر ځلې خو دواړو لورو خبرو ته زړه نه ښه کاوه، ځکه چې دوی د امریکا شین څراغ نه وو لیدلی.

وروسته بیا د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د دوحي له تړون ملاتړ اعلان کړ او د هغه د ارزونې غوښتنه یې وکړه. اوس داسې ښکاري چې د دوی بهرنۍ پالیسي لا هم پر خبرو متمرکزه ده. او د همدې هدف لپاره یې د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استاذی زلمی خلیلزاد افغانستان ته راغلی دی او نن یې د مصالحې د عالي شورا له ریس ډاکټر عبدالله سره لیدلي دي او د سولې په روان حالت یې خبرې کړي دي.

تر لیدنې وروسته ښاغلي عبدالله پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي "دوحه کې د افغان سولې پر پروسې، د امریکا پر اوسنۍ بیاکتنې او راتلونکو ګامونو وغږېدو." نوړي همدارنګه زیاته کړې ده: "موږ په سملاسي توګه د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د سولې خبرو د چټکېدو په تړاو خپله غوښتنه تکرار کړه."

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.