افغانستان

نن د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحي تړون یو کلن شو

دا تړون تیر کال د قطر په پلازمینه دوحه کې له اتلس میاشتو پر له پسې خبرو وروسته د طالبانو او پخواني امریکایي رژیم تر منځ لاسلیک شو. دغه تړون چې له پخوا د افغان چارواکو تر نیوکو لاندي وو اوس د ډیری ډلو پام ځان ته اړولی دی. ځکه افغان دولت او ملګری ملتونه د اورکم یا اوربند غوښتنه کوي، کوم شی، چې تر دا وخته یې هیڅ څرک نه لګیږي. طالبانو د دغه تړون د یو کلنۍ په اړه ویلي  دي: چې دغه تړون ته پوره ژمن دي. د امریکا نوی حکومت هم وایي: دغه تړون ته ژمن دي، خو ارزونه به یې وکړي.

بله خوا د طالبانو د قطر دفتر یو غړي انس حقاني ویلي دي: که سوله ونشي او له امریکا سره د دوی شوی تړون زیانمن شي، نو په هغه صورت کې به هغه بې بیلوټه الوتکې او توغندي وکاروي، چې نوي یې تر لاسه کړي دي. ده ویلي دي: دا جګړه به کاملا بل شان وي او موږ به په ډیر جدیت سره دا ځل د نویو وسایلو په واسطه مخ ته ولاړ شو.

دا چې اوس د دوحي تړون یو نړیوال بحث ګرځیدلی دی، نو هره ډله غواړي خپل امتیازات په کې خوندي کړي. له بلې خوا تر اوسه د طالب مشرانو نومونه له تورلیست څخه نه دی ایستل شوي او مقابله ډله بیا پر دوی دا تور لګوي، چې له نړیوال تروریزم او القاعده سره د طالبانو اړیکې لا هم قوي دي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.