افغانستان

روسیه نه غواړي، چې طالب مشران له تور لیست بهر شي

تر اوسه روسیه نه غواړي چې طالبان دې له تور لیست بهر شي.

د روسیې د ملي امنیت شورا غړو د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدنه کې ویلي دي: له تور لیست د طالب مشرانو د نومونو ایستل لا تر وخت مخکې خبره ده.

دوی همداراز ویلي دي: د امارت راګرځيدل ورته د منلو وړ نه دي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشف ټینګار کړی: د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده او دوی د هغو سولې پلوي کوي، چې د افغانانو په خوښه رامنځ ته کېږي او دلته د روانې جګړې د ختمېدو لامل شي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.