افغانستان

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د سرتیري د ورځي له امله له دوی مننه وکړه

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله: د کب ۹ د سرتېرو ورځې له امله د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د زړه له تله مبارکي وایم. امنیتي او دفاعي ځواکونه همغسې چې په دفاع او مبارزه کې غوره ځای لري، همدغسې به د سولې او ملي روغې جوړې په برخه کې د افغان ملت د سر تاج وي. باور لرم چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په قربانیو او اتلولیو سره به په هېواد کې تلپاتې سولې او ثبات ته ورسیږو.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.