افغانستان

ولسمشر یو ځل بیا لنډمهاله حکومت رد کړ

د افغانستان ولسمشر  یو ځل بیا د لنډمهاله حکومت په مخالفت سره وویل: واک به د خپلې دورې په پای ته رسیدلو سره منتخب او د ولس په خوښه بل کس ته سپاري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سرتیري ورځې په مناسبت د افغان سولې او روانې جګړې په هکله تازه څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې روانه جګړه ناروا او غیري اسلامي ده.

هغه وویل: جګړه کول اسانه ده اما میړانه هغه ده، چې سوله يې وکړه. نوموړي وویل: د افغانستان د روانې جګړې په هکله د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دیني عالمانو فتواوې ورکړې چې یاده جګړه ناروا  ده او اسلامي رنګ نلري، ځکه نو موږ ورته روا جګړه نه شو ویلای. هغه پر طالبانو غږ وکړ چې د میړانې او صداقت پر لاره روان او سوله وکړي ځکه د ده په وینا سوله د میړانې لاره ده. ولسمشر زیاته کړه: طالبان دي د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي او له جګړې دي لاس واخلي. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د افغان ځواکونو د سرښندونو او دندو په هکله هم خبرې وکړې او هغوی يې وستایل

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.