افغانستان

د افغان دولت یو لوړ پوړی پلاوی پر رسمي سفر پاکستان ته تللی دی

د پاکستان لپاره د افغان دولت ځانګړی استاذی عمر داودزی پاکستان ته په یوه رسمي سفر تللی دی. نوموړی به ددې سفر په درشل کې د افغان سولې او اوربند په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي. دا سفر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر پر تعقیب د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه ترسره شوی دی.

افغان دولت غواړي د سولې په ټپه ولاړې خبرې له سره شروع شي، د کوم لپاره چې پلاوی له پخوا په دوحه کې پروت. افغان دولت مرکچي پلاوی وایي: طالب مشران له دوی سره خبرو ته نه کښیني. خو مقابله ډله بیا وایی: د دوی ۷ زره بندیان دی آزاد شي. مشران یې دی له تور لیست و ایستل شي او د دوی پر خوشي شویو بندیانو دې چاپې نه وهل کیږي.

افغان دولت بیا اوربند او یا هم اورکم غواړي، تر څو د دوی د پاتې بندیانو خلاصولو ته زمینه مساعده شي. له امریکا سره د طالبانو په هوکړه لیک کې پر اورکم او اوربند شرایط ټاکل شوي دي، چې تر اوسه هم ندی لیدل شوي. همدا نن د حوت دوهمه د شنبې ورځ یو ځل بیا په کابل ښار کې دری پرله پسې چاودنې وشوې، چې څلور کسان یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل. دا په داسې حال کې دي، چې په دا وروستیو کې په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.