نړی

چټلې هوا د تاج محل رنګ خراب کړی؛ حکومت یې د مخنیوي لپاره رېل پټلۍ ورغځوي

.د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د مېټرو یا رېلګاډي د هغې پروژې پرانیسته کړې چې موخه یې پر تاریخي تاج محل ودانۍ د چټلې هوا منفي اغېز کمول دي. اټکل کېږي چې پر دې پروژه به څه باندې یو ملیارد ډالر لګښت راځي او پنځو کلونو کې به بشپړه شي.

د هند شمال اګره ښار کې د رېلګاډي دا پټلۍ به د تاج محل په ګډون ځینې نورې تاریخي ودانۍ او ځایونه د بسونو او رېلګاډو له تمځایونو یا اډو سره ونښلوي.
تاج محل،‌ چې په ۱۷مه میلادي پېړۍ کې د مغل پاچا شاه جهان په غوښتنه جوړ شوی، په نړۍ کې د سیلانیانو لپاره یو تر ټولو مشهور ځای دی او هره ورځ یې شاوخوا ۷۰ زره خلک لیدو ته ورځي.
لومړي وزیر مودي همدا راز اعلان کړی چې د رېلګاډي په دې پروژه کې به د سیمې بې وزله کورنیو لپاره لس میلیونه کورونه هم جوړېږي.
نوموړي د دې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د حکومت هغه هڅو ته هم اشاره وکړه چې په هند کې یې د رېلګاډو پټلیو د نظام ښه والي لپاره کوي.
‌په ۲۰۱۸ کال کې د هند سترې محکمې پر حکومت نیوکه کړې وه چې د تاج محل تاریخي ودانۍ په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی.
د هماغه کال په می میاشت کې سترې محکمې د تاج محل ودانۍ د رنګ اوښتو او خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه، او پر حکومت یې غږ کړی و چې د مخنیوي لپاره یې له بهرنیانو مرسته وغواړي.‌
محکمه دې پایلې ته رسېدلې وه چې تاج محل ودانۍ، چې له سپینې مرمر ډبرې او نورو توکو جوړه شوې،‌ د چټلې هوا له کبله یې رنګ ژېړ،‌ نسواري او شین شوی.
ویل کېږي چې چټله هوا، شاوخوا سیمه کې ساختماني چارې او د حشراتو فاضله مواد یا چټلي د تاج محل ودانۍ د رنګ اوښتلو لاملونه دي.‌
همدا راز ویل کېږي چې د بیا بیا وینځلو له کبله هم د تاج محل د مرمر ډبرو رنګ اوښتی او پیکه شوی دی.‌

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.