افغانستان

له اوږدې چوپتیا وروسته ناټو د افغانستان په اړه خپل نظر څرګند کړ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي: د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځني غونډه کې پریکړه کړې ده، چې له افغانستان څخه به د حالاتو د ښه کیدلو په صورت کې وځي. پخوا داسې نظر وو، چې د روان کال په می میاشت کې به د ناټو ټول سرتیري له افغانستان وځي. خو دوی اوس ویلي دی: که مخالفین له افغان دولت سره سوله ونکړي او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، نو دوی به د افغان حکومت تر پلوي لاندې جنګ ته ستانه شي. ددوی دغه نوي نظر په افغان دولت کې هیلې غوړولې دي او په مقابل کې مخالفو ډلو ته دا خبره کومه په زړه پورې نه ده. له دې مخکې د نیوزلنډ لومړۍ وزیرې ویلي وو: دوی به له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي.  دغه سازمان له تیرو شلو کالو په سیمه کې پر جکړه او سیاست کې ښکیل دی. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.