نړی

ناټو په عراق کې خپل ماموریت پراخوي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي: د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځني غونډه کې پریکړه کړې ده، چې عراق ته به دری نیم زره سرتیري استوي، تر څو هلته د سرتیرو د روزلو دنده ترسره کړي. دوی ویلي ددې کار موخه داده، چې هلته د تروریزم او داعش د پراخیدو مخه ونیول شي. عراقي دولت د امریکا پر ملاتړ په ۲۰۱۷ کې د داعش پر وړاندې بریا اعلا ن کړې وه، خو په دې وروستیو کې ایراني حکومت په عراق کې لاسوهنه شروع کړې ده. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.