افغانستان

د آزادو سیالیو افغان اتل احمدولي هوتک د برازيلي لوبغاړی سره په کابل کې لوبه کوي

د آزادو سیالیو افغان اتل احمدولي هوتک د برازيلي لوبغاړی سره په کابل کې لوبه کوي. ليوناردو چې د برازيل هيواد د ازدو سياليو يو تکړه لوبغاړی دی او په خپل مسلک کې ۲۶ ريکارډونه لري دا ځل افغانستان ته راځي.

د هوتک او ليوناردو لوبه به د کابل په غازي سټډيوم کې د رواني مياشتي په ۱۱مه نېټه یعنی راتلونکې پنجشنبه ترسره کیږي، چې یک ټلوېزیون به یې په ژوندۍ بڼه خپره کړې.

دا لوبه ځکه تاريخي بلل کېږي چې تر اوسه د امريکا لويې وچي د فري فایټ هيڅ لوبغاړي افغانستان ته د لوبې په موخه سفر ندی کړی او ليوناردو به لومړنی کس وي چې کابل کې لوبه ترسره کوي.

احمدولي هوتک څه موده وړاندې ویلي وو چی دابه نړیوالو ته وښایو، چې کابل یوازي د جنګ میدان نه؛ بلکي د سیالیو ډګر دی.

هوتک به په داسي مهال د برازیلي سیال سره د لوبي ډګر ته راووځی، چې د ټپونو له امله یې له تیرو دوو کلنو راهیسي سیالي نده کړې. هغه دوه کاله مخکي کابل کې ناپېژاندو کسانو د چاقوګانو په وسیله سخت ټپي کړی وو.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.