افغانستان

د وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ د برېښنايي پيژند پاڼو مرکز رسماً پرانيستل شو او په کار يې پيل وکړ

د وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ د برېښنايي پيژند پاڼو مرکز رسماً پرانيستل شو او په کار يې پيل وکړ

نيټه : ۱۳۹۹/ ۱۱/ ۲۰، دوشنبه

په دغه منظور د سيدآباد ولسوالۍ په مقام کې د ولسوال صاحب اميرمحمد ملکزي تر مشرۍ لاندې يوه ډيره پرتمينه غونډه ونيول شوه چې پکې د يادې ولسوالۍ د بيلابيلو سيمو قومي مشرانو، سپينږيريو، ځوانانو، علماوو، د مدنې ټولنو غړيو، د احصايې او معوماتو ریاست مسٶلينو، د رسنيو همکارانو او د ښونځيو استادانو ګډون کړى و، غونډې ته په لومړي سر کې ولسوال صاحب ملکزي په خپله پرانيستونکې وينا کې ټولو راغلو ميلمنو او مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغه مرکز مبارکي ورکړه او د پټۍ په پريکولو سره يې رسماً دغه مرکز پرانيست.

ولسوال صاحب ملکزي: د نورو ویناوالو ترڅنګ د خپلو خبرو په دوام کې د غونډې ګډونوالو ته د برېښنايي پيژند پاڼو پر اهميت او مٶثريت خبرې وکړې او زياته يې کړه چې نن ورځ مونږ تاسو ټولو د يو روښانه او ودان افغانستان پر لور ډير مهم قدم اوچت کړ هغه پر دې اړوند خپلو ولسونو ته د نورو ډيرو ښو او بنيادې پروژو د راوړلو زيرى ورکړ او په دې هکله يې د هغوي ملاتړ أړين وباله.

د سيدآباد ولسوال: د دغه مرکز د پرانيست غونډې په پاي کې د ټولو ولسونو نه غوښتنه وکړه تر څو د خپل پيژند د کره ثبت لپاره دغه مرکز ته په پراخه کچه مراجعه وکړي تر څو وکولاي شو د ګران هېواد د پرمختګ لپاره دا مهمه پروسه کاميابه تاوتریخوالی کم او د جرايمو د ډيريدلو مخه ونيسو.

_IDLG

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.