افغانستان

نن یو ځل بیا په کابل کې چاودنه وشوه، چې په پایله کې یی ملکي کسان ټپیان شول

نن یو ځل بیا په کابل کې چاودنه وشوه، چې په پایله کې یی شپږ کسان ټپیان شول

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ویلي دي: نن سهار د کابل په اوله ناحیه د باغ قاضي په سیمه کې په یوه دوکان کې چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې شپږ غیري نظامي وطنوال زخمي شول. تر اوسه په دې اړه مالومات نشته، چې دا کوم ځای پر ځای شوی ماین وو او که د دوکان په منځ کې کوم مواد د چاودنې لامل شوي دي. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.