افغانستان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر خپل پاکستاني سیال ته زنګ وهلی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر خپل پاکستاني سیال ته نن د سلسلې علي خیل د موضوع په اړه زنګ کړی دی. اتمر قریشي ته د دوی د کورنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو پر اړه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې تر وخت مخکې قضاوت بللی دی. نوموړی قریشي ته ویلي دي، چې دا ډول کړنې د دواړو خواوو تر منځ باور له منځه وړي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي و، هیڅ داسې شواهد نشته، چې د ثابت کړي د افغان سفیر لور په اسلام اباد کې تښتول شوې ده. نوموړي خپل خیرن لاسونه پر هندوستان پاک کړي دي او ویلي دي، چې په دې پیښه کې د را لاس دی او دوی غواړي په نړیواله توګه د پاکستان حیثیت خراب کړي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له یاد هیواد د افغان دیپلوماتانو وتل د افسوس خبره بللې ده. ده ویلي دي، چې دا یوه بدبختي ده. ده همدا شان د اتمر ته ډاډ ورکړی دی، چې سلسله یې د لور پر څیر ده او پوره عدالت به یې پر حق کې کیږي.

دا به وخت ثابته کړي، چې پاکستان پر خپل دې عهد کې څومره ریښتینی دی. تر دې مخکې هم پاکستان پر خپلو وعدو هیڅکله هم وفا نه ده او د خبرو او عمل تر منځ یې یو سل او اتیا درجې توپیر وي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.