افغانستان

د افغانستان په ۷ ولایتونو کې ګڼ شمیر د زعفرانو د پروسس مرکزونه جوړیږي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال به په ۷ ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړ کړو.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه رسنیو ته ویلي، چې د زعفرانو د پروسس دغه مرکزونه په هرات، غزني، سرپل، کندز، بلخ، فاریاب او دایکنډي ولایتونو کې په نوې او عصري بڼه جوړېږي چې د روان کال تر پایه به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تر دې مخکې هم د افغانستان زعفران پر نړیوالو بازارونو کې ښه نوم لري. افغان دولت څو کاله مخکې د کوکونارو د ښه بدیل په هڅه زعفران وکرل، چې په ځینو ولایتونو کې یې ښه حاصلات وکړل، خو دا چې هغه وخت خلک ورسره عادت نه وو، نو ځکه چا زړه نه ورته ښه کاوه. اوس د خلکو پوهای ددې لامل شو، چې کرونده ګر د یاد بوټې له لارې ښه عایدات تر لاسه کړي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.