افغانستان

اردن هیواد ته د افغانستان صادرات اویا سلنه زیات شوي دي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند فواد احمدي نن یکشنبه په کابل کې ویلي، چې د احصایو له مخې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰میلادي کاله پورې د دغه هېواد صادرات د اردن شاهي هېواد ته ۷۰ سلنه زیات شوي دي.

نوموړي وویل چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغانستان د صادراتو کچه له ۰.۵۱ میلیونه ډالرو څخه ۱ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي، څو د سوداګریز تړون په لاسلیک کولو سره د اردن هېواد ته د دغه هېواد د محصولاتو صادرات څو برابره زیاته کړي.

د افغانستان د صادراتو لپاره په منځني ختیځ اردن هغه هیواد دی، چې په اسانه او ګټوره توګه خپل صادرات ورته رسولای شو اوس مهال دغه هیواد ته له افغانستان څخه د تالک ډبرې، د ډبرو سکاره، ځیرې ، د هندواڼو زڼې او تازه میوې صادریږي.

افغان دولت غواړي دغه صادرات نور هم زیات کړي او پر همدې خاطر نن د افغان د صنعت او صنایعو وزارت د یاد هیواد له چارواکو سره یوه پر لیکه ناسته هم درلوده، تر څو د سواداګرۍ په برخه کې د لا نورو سهولتونو او همغږیو بحث وکړي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.