افغانستان

د ملي روغې جوړې عالي شورا پر طالبانو غږ کړی، تر څو د سولې خبرو ته اولیت ورکړي

د ملي روغې جوړې د عالي شورا پر طالبانو غږ کړی، تر څو د سولې خبرو ته کښیني. دغه خبره تیره ورځ د یادې شورا ویاند فریدون خوځون له رسنیو سره په خبرو کې کړې ده.

نوموړي پرون له رسنیو سره په خبرو کې وویل: "جګړه په هېڅ حالت کې حل لاره نه ده، یوازې حل لاره خبرې اترې او مذاکرې دي. هېڅ لوری باید پر جګړه ټینګار ونه کړي، تمرکز باید پر خبرو اترو وشي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې حضور لري او تیار دی چې هدفمند او اساسي مذاکرات پرمخ یوسي."

له تیرو څو میاشتو خبرو وروسته لا هم اجنډا نه ده تکمیل شوې. دواړه ټیمونه پر یو بل نیوکې کوي، چې خبرو ته علاقه نه لري او پر جنګ او تاوتریخوالي باور لري.

دا په داسې حال کې ده، چې یو ځل تر اختر مخکې او بیا تر کوچني اختر وروسته دواړو ټیمونه ځینې بې ثمره ناستې ترسره کړې دي. د یادې پروسې تر څنګ د جنګ میدان هم یو ځل بیا ګرم شوی دی او هره ورځ لسګونه کورنۍ د یاد جنګ له امله خپلې اصلي خونې پریږدي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.