افغانستان

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پر وړاندې د هیواد بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د وینا پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید په اسلام‌اباد کې رسنیو ته ویلي وو، چې له طالبانو غواړي تر څو پاکستاني طالبانو او نورو ډلو ته اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکاروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ټولو ترهګرو ډلو ته چې د افغانستان او سیمې ثبات او هوساینه له خطر سره مخامخ کوي، په یوه سترګه ګوري او په وړاندې یې بې‌توپیره چلند کوي او له نورو ټولو هېوادونو په تېره بیا له پاکستانه هم غواړي چې له ترهګرو ډلو سره له توپیر پرته چلند وکړي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.