افغانستان

ولسمشر تیر مازدیګر له امنیتي چارواکو سره ناسته کړې ده

له امریکا څخه تر را ګرځیدلو وروسته ولسمشر له نظامي چارواکو سره غونډه کړې ده. په دغه غونډه کې د ولسمشر تر دوه مرستیالانو سربیره، د ملي امنیت مشاور، لوی درستیز، د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو هم ګډون کړی دی.

په یاده ناسته کې د نیول شویو سیمو د بیرته نیولو او د جنګي تکتیکونو د بدلولو په اړه خبرې شوي دي.

دوی همداشان د ځواکونو د ملاتړ او اکمال پر اړه هم پر نوو لارو چارو بحثونه کړي دی او د بیرته نیول شویو سیمو پر ساتلو بحث شوی دی.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.