افغانستان

د افغان کرکیټ ملي لوبډلې پر اړه د پاکستاني رامیز راجا اټکل

د پاکستان کرکیټ پخواني لوبغاړي او تبصره کوونکي رامیز راجا اټکل کړی دی، چې د افغانستان کرکیټ ملي لوبډله کولای شي، د پاکستان هغې ته ماتې ورکړي.

نوموړي ویلي دی، دا چې د افغانسان ټیم په کرکیټ کې ډیر پخوانی تاریخ نه لري، خو بیا هم دا حیرانوونکي نه ده، چې د پاکستان لوبډلې ته چې ډیره تاریخي سابقه لري ماتې ورکړي.

دا خبره ده له هغه وروسته کړې، چې ځینې افغان لوبغاړي په دې وروستیو کې د پاکستان په شخصي لیګ کې ښه ځلیدلي دي. دی دا هم وایي، چې د حضرت الله ځاځي پر څیر ډیر داسې لوبغاړي به وي، چې دوی ته نه دي مالوم.

د افغانستان او پاکستان د کرکیټ ملي لوبډلې به په روان کال سپټمبر کې دری یو ورځنۍ او دری شل اوره لوبې وکړي.

افغان لوبغاړو پخوا هم له دوی سره ډیرې لوبې کړي دي، خو اوس افغان لوبغاړي د ډیرو بهرنیو لیګونو او لوبو تجربه لري، نو د رامیز دا اټکل به بې ځایه نه وي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.