افغانستان

د خوست نړیوال هوایي ډګر ته لومړنۍ بهرنی پرواز ترسره شو

پرون د خوست هوایي میدان ته لومړنی نړیوال پرواز د اریانا افغان هوایي شرکت لخوا ترسره شو. په دغه پرواز کې له دوبۍ څخه هیواد ته ۹۰ تنه مسافر ولیږدول شول.

د خوست ولایت ډیری کسان په خلیج هیوادونو کې مسافر دی او یادو هیوادونو ته به یې له کابل څخه پروازونه کول.

د خوست نړیوال هوایي ډکر مشر عبدالصمد تڼیوال رسنیو ته ویلي دي، چې یاد ډګر هر ډول ملي او نړیوالو پروازونو ته تیار دی او ډیر ژر به یاد ډګر د افغان ولسمشر لخوا رسمأ پرانستل شي. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.