افغانستان

ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله به څلور ورځې وروسته له جوبایډن سره وګوري

راتلونکې جمعه چې د جون له ۲۵ امې سره سمون خوري د هیواد ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله به د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.

دغه خبر د سپینې ماڼې لخوا خپور شوی دی، چې په یاده لیدنه کې به له افغانستانه د پوځیانو له وتلو وروسته د دغه هیواد پر حالت او د خلکو پر حقوقو بحث وشي.

دا لیدنه په داسې حالت کې کیږي، چې د سولې خبرې کومې پایلې ته نه دي رسیدلې او یو مخ تر سپټمبر یوولس پورې ټول بهرني ځواکونه وزي. پر کور د ننه جګړې زور اخستی دی، چې هره ورځ د ولسوالۍ د سقوط خبرونه خپریږي.

طالبانو ادعا کړې ده، چې یواځې په تیره یوه میاشت کې یې تر پنځوس ولسوالۍ سقوط کړي دي، خو افغان دولت بیا دغه کار یو تکتیکي پر شا تګ بولي او د یادو ولسوالیو د بیرته نیولو خبره کوي.

ولسمشر د امنیتي حالت د کنټرول پر موخه پرون دری کلیدي کسان پر لوړو امنیتي بستونو نوي وټاکل، چې په هغو کې عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو سرپرست وزیر، بسم الله محمدي د دفاع سرپرست وزیر او ولي محمد احمدزي لوی درستیز وو. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.