افغانستان

په کندز ولایت کې د باغچو توکي او د سبو تخمونه وویشل شول

په کندز کې پر بیوزلو کروندګرو مېرمنو ۳۶۰ د کورنيو باغچو توکي ووېشل شول. دکندز ولایت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له خوا ددې ولايت په ۳۶۰ کونډو او بېوزله مېرمنو د کورنيو باغجو اړوند توکي او مواد وېشل شوي دي.

ددې پروژې ټول لګښت، چې یو میلیون او ۴۴۷ زره افغانۍ دی، یادو میرمنو ته د کورنیو باغچو توکي او د بیلابیلو سبو تخمونه ورکړي دي.

یاده پروژه د کندز ولايت مرکز او ددې ولايت په امام صاحب ا و علي آباد ولسواليو کې پلي شوی ده.

ددغو باغچو د وېش موخه دسبو ترويج، د بې وزله مېرمنو دعوايدو زياتوالی، دخوار ځواکۍ مخنيوی او د خوړوخونديتوب بلل شوی دی.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.