افغانستان

په خوست ولایت کې د چلغوزو او چهارمغزو ۳۶۰ قوریو جوړول

په خوست ولایت کې د جلغوزو او چهارمغزو ۳۶۰ کورنۍ قوریې جوړې شوي دي. د کرهڼې، اوبو رسولو او مالدارۍ وزارت ویلي دي، چې دا کار یې د طبیعي ځنګلونو د ملاتړ پر خاطر ترسره کړی دی.

دوی وایي د خوست په پنځو ولسوالیو موسی خیل، ځاځي میدان، تڼي، سپیره، او شمل دوه منده کې یاد شمیر کورنۍ قوریې جوړې شوي دي.

پر یاده پروژه ۶۵ میلیونه افغانۍ مصرف راځي، چې ټول پکې دوه میلیونه ۱۶۰ زره نیالګي روزل کیږي.

یاد شمیر نیالګي به له دریو کالو روزلو وروسته د ذکر شویو پنځو ولسوالیو په طبیعي ځنګلونو کې کښینول کیږي، چې ټولټال به ۲۷۰۰ هکټاره ځمکه تر پوښښ لاندې ونیسي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.