افغانستان

محسن رضایي د اسیالویې وچې د تکواندو سیالیو اتل شو

د تکواندو افغان لوبغاړی محسن رضایي د آسیا لویې وچې د یادو لوبو د ۲۴ ام پړاو سیالیو اتل شو.

د تکواندو ملي فدراسیون وايي: دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړی د اسیا په کچه د تکواندو په سیالیو کې اتلولي ګټي.

د دغه فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل ذبیح‌الله شهزاد رسنیو ته وویل چې د محسن رضايي لوبې په ۵۸ کیلو وزن کې وشوې.

رضایي ته چې په خپل وزن کې یې د کوېټ، پاکستان، تایوان او جنوبي کوریا سیالان مات کړل، پرون د لبنان په بیروت ښار کې د سرو زرو مډال ورکړل شو.

د اسیا د تکواندو ۲۴م پړاو سیالۍ د لبنان په بیروت ښار کې د ۲۱ هېوادونو د ۱۸۹ لوبغاړو په ګډون سرته ورسیدلې.

 

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.