افغانستان

حنیف اتمر به د ایراني او ترکي سیالانو سره لیدنه وکړي

په پلان کې ده، چې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه به یکشنبه په ترکیه کې دایره شي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر همدې غونډې او د «انتالیا ډيپلوماسي غونډه» کې د ګډون پر موخه پرون ترکیې ته رسیدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب رسنیو ته ویلي دي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه د انتالیا د ډيپلوماسۍ په فورم کې د ګډون په هدف ترکیې ته ولاړ. ټاکل شوې د همدې غونډې په څنډه کې د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي، دی به د سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیده کاته ولري او د افغانستان پر سولې او نورو اړوندو مسئلو به خبرې وکړي."

د یادولو وړ ده، چې د ملي روغې او جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم د انتالیا ډیپلوماسي غونډه کې د ګډون پر خاطر مخکې لا ترکیې ته رسېدلی دی.

د انتالیا ډيپلوماسي غونډه نن جمعه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا سره پيلېږي او دوه ورځې به دوام کوي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.