افغانستان

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې سترې پروژې تکمیل

په کندهار ولایت کې د څه باندې ۲۹ میلیونه افغانیو پر لګښت د اوبو لګولو د کانال پروژه بشپړه شوه. یاده پروژه چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ حاجیانو کلي کې ترسره شوه، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت پر تخنیکي او د آسیا پرمختیایي بانک پر مالي مرسته ترسره شوه.

یاده پروژه د اوبو رسولو یو کانال دی، چې ټول اوږدوالی یې ۵۱۶۷ متره دی. له دې پروژې به ۲۳۸۰۰ کسان ګټه پورته کړي او د سیمې پنځه زره او اووه سوه جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال د کلي او سیمې غریبو کارکوونکو ته ۸۰۵۸۱ کاري ورځې د کار زمینه هم مساعده شوه.

د دا ډول پروژو تطبیق به ددې لامل شي، تر څو د هیواد تولیدات زیات شي او خلک مو له کرهڼې خپل ورځني عایدات ترلاسه کړي، تر څو د ځان بساینې حالت ته ورسیږو.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.