افغانستان

بهرنیو زعفرانو د کورنیو هغو نرخ کښته کړی دی

له ایران څخه د زعفرانو واردول ددې لامل شوي دي، چې دکورنیو تولیداتو بیه را کښته شي. دغه خبره په هرات ولایت کې د زعفرانو کارباریان او کرونده ګر کوي. دوی وایي، که څه هم ولسمشر هیواد ته د زعفران واردول او د هغه د پیازو را وړل بند کړي دي، خو بیا هم ځینې کړۍ دغه امر نه مني او پر دې کار لاس پورې کوي.

هرات په افغانستان کې د زعفرانو د تولید او پروسس له نظره یو ښه تولیدونکی ولایت دی. چې د خپلې اړتیا سربیره نور افغانستان ته هم پر ښه کیفیت زعفران تولیدوي.

د هرات ولایت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې تیر کال په ټول هرات ولایت کې پر اته زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي وو، چې ۲۱ ټنه تولیدات یې ورکړل.

د افغانستان او پر تیره بیا د هرات زعفران په ټوله نړۍ کې ښه شهرت لري او نړیوال بازارونه ورته زیاته علاقه لري. اوس وخت دی، چې دولت بهرني زعفران بند کړي، خپلو زعفرانو ته په ملي او نړیوالو بازارونو کې مارکیټ پیدا کړي او بزګرانو ته د یاد بوټې د کرکیلې، ساتنې او پروسس اړوند روزنې مهیا کړي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.