افغانستان

بسم الله محمدي به د کورنیو چارو سرپرست وزیر وټاکل شي

ټاکل شوې ده، چې سبا به بسم الله محمدي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست پر توګه معرفي شي. د حکومت له د ننه څخه باخبره کسانو رسنیو ته یاده خبره کړې ده.

اوس مهال حیات الله حیات د یاد وزارت د سرپرست پر حیث دنده ترسره کوي، چې د مسعود اندرابي پر ځای وټاکل شو. د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د حکومت د ویش پر مهال د کورنیو چارو وزارت عبدالله ته رسیدلی وو، نو ځکه د انداربي پر لیرې کولو خوابدی و.

اوس تازه داسې خبرونه خپاره شوي دي، چې د حیات پر ځای بسم الله محمدي ټاکل شوی دی. محمدي پخوا تر دې هم د کورنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او لوی درستیز پاتې شوی دی. دا تغیرات په داسې حال کې راځي، چې په تیرو دوه اونیو کې تر اتلس ولسوالۍ سقوط شوې دي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.