افغانستان

په هیواد کې کرونا د اوج په مرحله کې ده

په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په افغانستان کې کرونا وبا څه کم سل کسان ووژل. دغه خبر د هیواد روغتیا وزارت ورکړی دی او دوی په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د ۹۴ د مړینې خبر منلی دی. په همدومره وخت کې ۱۷۲۲ کسان نوي پر دې خطرناکه ناروغۍ اخته شوي هم دي.

د رسمي شمیرو له مخې اوس په افغانستان کې پر کرونا ناروغۍ د ټولو لړل شویو کسانو شمیر تر ۹۰ زره اوښتی دی. د یاد وزارت د رسمي شمیرو له مخې څه کم څلور زره کسان له لومړۍ څپې وژل شوي هم دي. خو غیرې رسمي شمیرې چې حقیقي شمیرې هم ورته ویلای شو تر دې څو چنده زیاتې دي.

کرونا وبا په نړۍ، سیمه او افغانستان کې د درېیمې څپې په راتللو سره د اوج په مرحله کې ده. که دولت د دې خطرناکې وبا پر وړاندې سم مدیریت ونکړي او خلک روغتیایي ټکي په پام کې ونه نیسي، نو حالت به تر دې هم بدتر شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.