افغانستان

په پکتیا ولایت کې د اوبو لګولو یوه ستره پروژه عملي کیږي

په پکتیا ولایت کې یوه ستره کرنیزه پروژه عملي کیږي. دغه پروژه چې د اوبو لګولو په برخه کې پیل شوې ده د یوه کال په موده کې به تکمیل شي او ګټنې ته وسپارل شي.

یاده پروژه، چې د کرهڼې او خوړو خوندیتوب بیړنۍ پروژې یا ( EATS) لخوا عملي کیږي، ۱۰۷۰ جریبه ځمکه خړوبوي.

د یادې پروژې د کار پر مهال به ۱۱۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه مساعده شي او تر دیرش سلنه به د اوبو د ضایع کیدلو مخه ډپ شي. یاده پروژه د ۱۴ اعشاریه دری میلیونه په ارزښت او ۴۱۰۰ پر اوږدوالي عملي کیږي. 

که څه هم پکتیا یو غرنی ولایت دی، خو بیا هم د یاد ولایت ډیری وګړي پر کرهڼه او بزګرۍ بوخت، چې د یادو پروژو پر عملي کولو سره به د هیواد او وطنوالو په اقتصادي حالت کې مثبت تغیر رامنځته شي. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.