افغانستان

په ننګرهار ولایت کې د پولیو واکسین درول شوی دی

په ننګرهار ولایت کې یو ځل بیا د ګوزڼ یا پولیو واکسین د لنډ مهال لپاره ودرول شو. دا پریکړه له هغې وروسته وشوه، چې نن په پنځو جلا-جلا پیښو کې په یاد ولایت کې پنځه واکسیناتوران ووژل شول او څلور نور ټپیان شول، چې د دوو حالت نازک ښودل شوی دی.

مسولینو ویلي دی، چې تر دوهم امر پورې به په یاد ولایت کې د پولیو واکسین درول شوی وي. دوی وایي، کیدای شي، دری نیم لکه ماشومان له واکسین محروم شي. د دوی له ارقامو ښکاري، چې په یاد ولایت کې به تر اووه لکو هغه ماشومان وي، چې عمرونه یې تر پنځه کاله کم وي. دوی وایي، چې پرون او نن تر نیمې ورځې یې کیدای شي، نیمایی ماشومان واکسین کړي وي.

دغه پیښه افغان چارواکو، او د امریکا شارزدفیر ولسن هم دا پیښه غندلې ده او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې ده. ویلسن وعده کړې ده، چې دوی په د پولیو د واکسین په برخه کې له افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د یادې پیښې په اړه بیلابیل غبرګونونه راپورته شوي دي، ځکه دا لومړی هغه نه ده، چې رامنځته شوې ده. تر دې مخکې هم په روان کال مارچ ۳۰ امه نیټه دری کسه ښځینه واکسیناتورانې د نامالومو کسانو لخوا په نخښه شوې. ولس وایي، که دولت یادو کسانو ته سزا ورکړې وای، نو نن به د داسې پیښې شاهدان نه وو. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.