افغانستان

د ناټو د سرمشریزې په پای کې د افغان ولس او دولت پر ملاتړ اعلامیه خپره شوې ده

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ناټو په سرمشریزې د اعلامیې له ټکو هر کلی وکړ. دغه غونډه پرون په بروکسل کې ترسره شوه، چې په پای کې یې د افغانستان پر ګټه یوه اعلامیه هم خپره شوه.

په یاده اعلامیه کې د افغانستان له شل کلونو لاسته راوړو ننګه شوې ده او د هغې د ساتلو پلوي یې کړې ده. همدا شان دوی ویلي، چې د یادو لاسته راوړلو په ساتنه کې به له اولس او دولت ملاتړ وکړي.

دوی همدا راز د افغانانو په مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کړی او د ملي امنیتي ځواکونو له ملاتړ یې ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یاده اعلامیه کې ترهګري د افغانستان او ناټو غړو هیوادونو ته ګواښ بللې او پر ګډه مبارزه یې ټینګار کړی دی. دوی همدا شان په یاده اعلامیه کې د ناټو غړو هیوادونو دوامداره او سټراتیژیکو مرستو ته اړتیا ښودلې ده. 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.