افغانستان

د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق له نړۍ سترګې پټې کړې

د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی نن د ۷۷ کالو پر عمر د کرونا وبا له امله ومړ. له ارګ ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر اشرف غني د نوموړي مړینه یوه ستره ضایع بللې ده او هغه یې کلونه- کلونه د غریبو خلکو د غږ اوچتوونکی بللی دی.

نبي مصداق یو پیژندل شوی ژونالیست او لیکوال هم وو، چې ډیر وخت یې له نړیوالو رسنیو سره هم کار کړی وو.

دده د مړینې په هکله د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مومند نن رسنیو ته وویل: "په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ژورنالیزم د ډګر ځلانده ستوري نبي مصداق له دې نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد نبي مصداق د ژورنالیزم په برخه کې د هېواد او هېوادوالو لپاره څو لسیزې خدمت کړی دی."

د نوموړي تر اوسه دوه کتابونه چاپ شوي دی او یو کتاب یې لا هم ندی چاپ شوی.

د کرونا وبا د درېیمې څپې پر راتګ سره ډیر مطرح څیرې وفات شوې دي، چې یو هم له هغې جملي لرغونپوه پوهان رسول باوري وو او همدا شان نن خبر خپور شو، چې د حزب اسلامي د د شوراګانو د اتحادیې غړی وقاد هم نن وفات شوی دی.

د نوموړي مړینه دده زوی صهیب وقاد تائید کړه او ویلي دي، چې پلار یې څه باندې دوه کاله ناروغ وو او نن یې د اکسجن د کموالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کرونا وبا د درېیمې څپې پر شدت سره په هیواد کې مخکې له مخکې پر ټولو تحصیلي، ښوونیزو او ټولنیزو مرکزونو بندیز لګیدلی دی. که چیرې اولس د یادې وبا پر وړاندې د عامې روغتیا وزارت لارښوونې له پامه وغورځوي، نو ژر به حالت له کنټرول ووځي.

 

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.