افغانستان

د وردګ ولایت د نوم په خاطر را پورته شوې شخړې د ولسمشر پام ور اړولی دی

له ولسمشر سره په ناسته کې د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې ریس ویلې: ددې ادارې په قانون کې د وردګ ولایت رسمیت لري

دافغانستان اسلامی جمهوریت دجمهور رئيس محمد اشرف غنی په مشری غونډه ترسره شوه. په دی غونډه کی د وردګو ولایت دنوم پر سر راپورته شوی مسلی باندی هم خبری وشوی. ولسمشر غنی وویلدا مسله په قانون کی واضع شوی ده، نو باید د قانون په مطابق حل شی. وروسته ولسمشر د سیمه ایزو ارگانونو خپلواکی اداری د مشر خبری هم واوریدلی. د سیمه یزو ارگانونو خپلواکی اداری مشر وویل: سیمه ایزې ارګانونو د خپلواکې ادارې په قانون کی د دی ولایت نوم وردګ ذکر شوی دی. وروسته ولسمشر غنی د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکی اداری ته دنده ورکړه چی د قانون په رڼا کی دا مسله حل کړي.

دا په داسې حال کې دی، چې له څو ورځو د میدان ښار ځینې اوسیدونکي غواړي په تذکرو کې یې میدان وردګ ولیکل شي، خو دغه نوم په دولتي قوانینو کې رسمیت نه لري او هلته یواځې د وردګ ولایت ذکر شوی دی، چې مرکز یی میدان ښار دی. 

.

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.