افغانستان

نن په هیواد کې د ګوزڼ واکسین عمومي کمپاین شروع شو

نن په ټول افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین عمومي کمپاین شروع شو.

د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په ګډه دا واکسیناسیون پیل شوی دی.

په پلان کې ده، د جون تر ۱۷مې نیټې پورې شاوخوا نهه ملیونه او نهه لکه افغان ماشومان چې عمرونه‌یې له پنځو کلونو کم دي، واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي له درې ملیونو او درې لکو زیات ماشومان به په یو شمېر سیمو کې د واکسین له تطبیق بې برخې شي.

پولیو یوه خطرناکه ساري ناروغي ده چې د ملا د تیر ترمنځ مهمه عصبي ریښې یا نخاع زیانمنوي او بالاخره د ناروغ د معلولیت لامل کیږي.

 

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.