افغانستان

د ولسوالیو سقوط او تکتیکي پر شاتګ

د کندز ولایت خان آباد ولسوالي د حکومت له والکې وتلې ده. همداسې راپورونه ورکړل شوي دي، چې د هرات اوبه ولسوالي هم د حکومت له کنټرول وتلې ده.

په دې وروستیو کې حکومت د یادو دوو ولسوالیو پر شمول ۱۸ ولسوالۍ له لاسه ورکړې دي.

په تیره یوه اونۍ کې ځینې مهمې نورې ولسوالۍ لکه: د فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

که څه هم دولت ډیری وخت د تکتیکي پر شا تګ خبره کوي، خو د نظامي چارو کارپوهان بیا وایي، تکتیکي پر شاتګ په دا ډول جګړو کې د ماتې پر مانا ده.

جګړې په داسې وخت کې زور اخلي، چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي او له بلې خوا بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي.

له دې مخکې هم دولت ځینې ولسوالۍ له لاسه ورکړې وې، چې په بیرته نیولو سره یې ځایي خلک زیانمن شوي دي.  

تاسې کولای شئ، دغه منځپانګه شریکه کړئ!

افغان پرمختګ ویبپاڼې اداره

افغان پرمختګ ویب پاڼه یوه شخصي، خبري، مالوماتي، سوداګریزه او بې پرې ویب پاڼه ده. زموږ موخه افغان اولس ته د تازه خبرونو، مالوماتو او علم رسول دي. زموږ ویب پاڼه په هیڅ کوم دولتي، غیري دولتي او بهرنۍ مرسته متکي نه ده او موږ به خپل خبري پوښښ په بې پرې ډول ترسره کوو. ستاسې نیک نظرونه او لیکنې موږ ته را واستوئ، تر څو تر خپلو وطنوالو مو ورسول شي.